د رياست الوزرا سياسي مرستيال، د سياسي کمېسيون له غړو، راستنو شويو استادانو او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونو له استادانو سره په ګډه ناسته کې ویلي، دمګړۍ په ۱۶ هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه فعال دي او له نړۍ سره د سرپرست حکومت اړيکې ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دي. نوموړی دغه راز وايي، چې د سرپرست حکومت له بيا واکمنېدو وروسته په بېلابېلو دولتي ادارو کې ۶۴۸۵ مسلکي کسان پر دندو ګومارل شوي دي. د ده په خبره اوسمهال په پوهنتونونو کې د هر ډول سياسي، قومي، مذهبي، سمتي او ژبني تعصب مخه نيول شوې ده.








