د کندوز ولایتي چارواکي، تېر کال د شېرخان بندر له لارې هېواد ته د اروپا، امریکا او آسیايي هېوادونو څخه ۹۰۰ بهرنیو وګړو د راتګ خبر ورکوي. د دغه ولايت د بهرنيو چارو ریاست د کونسلګری چارو مسوو عبيدالله عابدي ویلي، په تېر یوه کال کې چې د بهرنيو چارو په ریاست کې د ويزو صدور پیل شوی، د شېرخان بندر له لارې تراوسه ۹۰۰ بهرني وګړي هېواد ته راغلي دي. عابدي زیاته کړه، چې په ورځ کې تر لسو پورې بهرني وګړي د بهرنيو چارو رياست ته د ویزو اخیستو په موخه راځي او وروسته بیا خپل د خوښې ولایت ته د سیاحت او تفرېح په موخه سفر کوي. ورته مهال د د غه ولايت اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې د ګرځندوی آمر وايي، چې په تېر کال کې له امریکا، ایټالیا، سویډن او چېک هېوادونو څخه ۶۰ بهرني سیلانیان راغلي، چې کندوز او د هېواد شمال ختیځ زون ولايتونو ته په سفر راغلي دي. د هغه په وینا چې د دغو سیلانیانو د سفر موخه یاد ولایت ته د سیاحتي او زیارتي سیمو څخه لیدنه وه، چې په کې خبریالان هم شامل دي.








