فرانسوي چارواکو ویلي چې د فرانسې او برېتانیا ترمنځ سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي دي چې د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې ټول افغانان دي. دا افغانان له فرانسې څخه په غیرقانوني لاره برېتانیا ته روان وو. د دوی کښتۍ چې د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د خبر له مخې تقریبا ۶۵ سپرلۍ یې درلودې د برتانیا په چینل یا مانژ سمندرګې کې ډوبه شوې او چارواکو د کښتۍ د ورکو مسافرو د موندلو لپاره هڅې پیل کړې دي. د فرانسې د ساحلي ښار مرستیال څارنوال فلیپ ساباتیر فرانسپرس ته ویلي دي چې شپږ واړه مړه شوي کسان افغانان او عمرونه یې د دېرشو او څلوېښتو کلونو ترمنځ وو. د نوموړي په وینا، د کښتۍ پاتې سورلۍ هم له څو سوډانیانو پرته نور تقریبا ټول افغانان وو، او ډېری یې لویان وو، خو ځینې کم عمره کسان هم پکې وو.








