له شاوخوا دوو کلونو راپدېخوا هېواد کې پر بانکي راکړه ورکړه د لګېدلو بندیزونو له امله پانګه والو ته ګڼې ستونزې رامنځته شوي. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، سرپرست حکومت هڅه کوي، چې په بانکي سکتور لګول شوي بندیزونه لرې کړي او له امریکا او نړیوال بانک سره خپلې اړیکې عادي کړي. بلخوا د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که له هېواده د بانکدارۍ بندیزونه لري شي، د پانګه والو لپاره به اسانتیاوې رامنځته شي. چې دا کار به د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي. په ورته وخت کې شېر محمد عباس ستانکزی وايي، چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره په هېواد کې ډاډمن امنیت رامنځته شوی او ملي او نړۍوال سوداګر کولی شي، په بېلابېلو برخو کې بې له کومې ستونزې پانګونه وکړي.








