یو شمېر افغان کډوال چې له ترکیې څخه ایستل شوي، د دغه هېواد د پولیسو پر ناسم چلنده نیوکه کوي. د دوی په خبره، ترکي پوله ساتي ځواکونه افغان کډوال ربړوي، وهي ډبوي او حتا د ترکیې – ایران تر منځ پوله کې پرې ډزې کوي. په همدې حال کې، د سرپرست حکومت ویاند له اسلامي هېوادونو غواړي چې له افغان کډوالو سره انساني او اسلامي چلند وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د وزګارۍ او بې وزلۍ له امله، لا هم هره ورځ سلګونه هېوادوال په ناقانونه توګه ایران او ترکیې ته ځي، چې ډېری شمېر یې بېرته هېواد ته را کرځول کېږي.








