د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال او د کابينې يو شمېر غړو او نورو مسوولينو د شهر نو پارک د بیارغونې پروژې پرانيسته وکړه. پر یاده پروژه ۱۴ ميليونه ډالره پانګونه شوې چې شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته به د کار زمينه هم په کې برابره شي. په یاد پارک کې ۶۰۰ متره مربع ځمکه د معیاري جومات لپاره او د پارک د زرغونتیا لپاره ۶۵ سلنه ځمکه انتخاب شوې ده او دغه راز د ۳۰۰ موټرو لپاره د معیاري پارکېنک ځای، تر ځمکه لاندې سوداګریز مرکز، د پارک په څنډه کې سوداګریز کمپلکس، د ښځینهوو لپاره ځانګړی سوداګریز مرکز، د فوټسال لوبغالی، تفریحي ځایونه، رسټورانټونه، د لامبو حوضونه او نورې آسانتاوې په پام کې نیول شوې دي.








