د هوا پېژندنې ادارې نن یو وار بیا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. یادې ادارې ویلي چې په بدخشان، تخار، کونړ، نورستان، پنجشیر او بغلان ولایتونو کې نن د سختو ورښتونو، سېلابونو او چټکو بادونو د پېښېدو اټکل شوی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یو شمېر سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې وي. د وروستیو ورښتونو په پایله کې د راوتلو سېلابونو له کبله هېوادوالو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه واوښتل.








