د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د جولای میاشتې په وروستۍ اونۍ کې ۱۰ تنه د کانګو په ناروغۍ اخته شوي چې دوه تنه یې مړه شوي دي. په دغه راپور کې ویل شوي، چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې په دې ناروغۍ د اخته ۷۱۵ کسانو له ډلې څخه ۷۸ تنه مړه شوي دي. د راپورونو له مخې د کانګو ناروغۍ پېښې اوسمهال د افغانستان په ۱۸ ولايتونو کې ثبت شوي، چې لوړه سلنه یې په کابل او بلخ ولايتونو کې ده. د دغه سازمان د شمېرو پر بنسټ، د ۲۰۲۳ کال په اوو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۹ عشاریه ۴ سلنه ناروغان ښځې وې. کانګو یوه وژونکې ناروغي ده چې له څارويو انسانانو ته انتقالېږي. روغتياپالان وايي، پر دې ناروغۍ د اخته کېدو د مخنیوي لپاره باید څارویو سره د مخ کېدو پر مهال ماسک، دستکشې، موزې او سپینه چپنه واغوستل شي.







