د سرپل د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د څښاک اوبو د دوو شبکو د جوړولو خبر ورکوي. د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس وايي، چې دغه شبکې د مرکز په خیر آباد کلي کې د سانچارک ولسوالۍ په بهار کلې کې د یونیسف موسسې په مالی ملاتړ د څه باندې ٦.٥ میلیونو افغانیو په لګښت جوړې شوې دي. حقیار زیاته کړه، چې د یادو شبکو پرمټ د دغه کلیو ٤٠٠ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.








