د بلخ والي د جینوا کال نړیوال سازمان له عمومي رییس الکس ورتانا سره په کتنه کې ویلی، چې د افغانستان حقیقي انځور نورو هېوادونو ته په رښتیني ډول ورسوئ. د یادې کتنې په پیل کې د جینوا کال نړیوال سازمان عمومي رییس الکس ورتانا ویلي، چې دغه سازمان د افغانستان په ګډون ۲۰ هېوادونو کې فعاليت لري او د دغه سازمان اصلي موخه امنیتي ځواکونو ته په معیاري او نړیوالو قوانینو روزنه ورکول دي، چې امنيتي ځواکونه څنګه کولی شي د عامو خلکو پر وړاندې د جګړو پر وخت اصول او مقررات مراعت کړي. د بلخ والي د یاد سازمان له مسوول څخه غوښتنه کړې، ترڅو دلته بنسټيزي پروژې پلې کړي او د افغانستان اصلي او حقیقي انځور نورو هېوادونو ته په رښتیني ډول ورسوي.








