په نیمروز ولایت کې د افغانستان د سرپرست حکومت او ایراني ځواکونو ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې او د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي چې د نښتې د عواملو په اړه یې څېړنې پیل کړي دي. د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې، د کنګ په سرحدي ولسوالۍ کې په پرونۍ نښته کې له دواړو خواو یو یو تن وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. د نوموړي په وینا موضوع د دواړو هېوادونو تر مشرانو پورې رسېدلې. ایراني رسنیو بیا راپور ورکړی چې په نښته کې د ایران دوه سرحدي سرتېري او د سرپرست حکومت یو سرتیری وژل شوي دي. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د دواړو هېوادونو سرحدي چارواکو د دې پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.








