د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ کړی چې پر افغان ښځو او نجونو ټول هغه بندیزونه لرې کړي چې د زده کړې، کار او په ټولنیز ژوند کې د هغوی د ګډون حقونه محدودوي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړې استازې او د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د ځانګړو استازو څلورمه ناسته د افغانستان پر روان وضعیت د بحث لپاره د مې په ۲۵ او ۲۶ د ترکمنستان په پلازمېنې عشق اباد کې جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک چارواکو هم ګډون کړی و. د غونډې برخه والو د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ په برخه کې د خپل کلک هوډ ترڅنګ، د یوه ټول شموله حکومت پر رامنځته کولو او د ټولو افغانانو د مدني، سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي حقونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی. ګډونوالو له افغانانو سره د مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو هرکلی کړی دی.








