د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم ویلي چې د افغانستان په وړاندې اوسني بندیزونه باید لېرې شي چې د دغه هېواد اقتصاد بېرته ورغول شي. اکرم همدارنګه ویلي چې څه باندې ۹۰ سلنه افغانان له بېوزلۍ سره مخ دي او نړۍ باید پرې نهږدي چې د دغه هېواد وګړي له دې په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند وکړي. د دغه پاکستاني چارواکي په اند، د افغانستان د شتمنیو په ازادېدو سره به د دغه هېواد اقتصاد په ډېرې چټکۍ سره بیاورغول شي. له دې سره سم، اقتصاد وزارت یو ځل بیا ویلي، که د افغانستان شتمنۍ ازادې شي؛ نو په هېواد کې به د بېوزلۍ کچه هم راټيټه شي.








