په کابل کې د چين سفير وانګ يو د ریاست الوزرا له سرپرست سره کتلي دي. ارګ د چین د سفیر په حواله پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې بیجینګ په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی. وانګ يو د چين او افغانستان ترمنځ اقتصادي همکاري مهمه بللې ده. د ارګ په وینا، په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د «هیچا پر ضد» ونه کارول شي.








