د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي تر هغې چې په افغانستان کې پر ښځو بندیزونه لېرې نه شي، واشنګټن به سرپرست حکومت په رسمیت ونه پېژني. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له کابله غوښتي، چې پر ښځو بندیزونه پای ته ورسوي؛ ځکه د هغه په وینا، رسمیت پېژندلو ته رسېدل به د بندیزونو له لېرې کېدو پرته ډېر ستونزمن وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوې خبري ناسته کې ویلي:«موږ پوهېږو چې، طالبان غواړي د نړۍوالې ټولنې له لوري په رسمیت وپېژندل شي؛ خو د دې لپاره چې په رسمیت وپېژندل شي؛ نو په سر کې باید کورنی مشروعیت ترلاسه کړي او تر هغې چې د ښځو ځپلو ته دوام ورکړي؛ دغې چارې ته رسېدل به هم ډېره ستوزمنه وي. خو د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي، دمګړۍ په هېواد کې د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي دي. نوموړی زیاتوي، د افغانستان سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره د نېکو او رسمي اړیکو غوښتونکی دی؛ خو د اسلامي او ملي ګټو په بیه نه.








