د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو د دوو مثبتو پېښو د ثبتېدو په اړه بېړنۍ مشورتي غونډه کوي. روانه میلادي میاشت په ننګرهار کې د ګوزڼ یا پولیو د دوو مثبتو پېښو ثبتېدو د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف اندېښمن کړی دی. دغه اداره وايي، د جون میاشتې له لومړۍ تر څلورمې نېټې پورې د دغو مثبتو پېښو د ثبتېدو په اړه تخنیکي او مشورتي غونډه کوي چې په مرسته یې د راتلونکي لپاره کاري پروګرام ټاکل کېږي. په افغانستان کې د یونېسف پولیو له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو مسوول سید کمال شاه وايي، د ګوزڼ یا پولیو له منځه وړلو په کار کې ولس مهم رول لري. په نړۍ کې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې د ګوزڼ یا پولیو ناروغي لا هم پهکې ختمه شوې نهده.








