په کابل کې د چین سفیر په هېواد کې له علمي بنسټونو سره د ښوونې او روزنې پر برابرولو او همکارۍ ټینګار کوي. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کتنه کې له هغه څخه غوښتي، چې افغان محصلینو ته د لازیاتو تحصیلي بورسونو زمینه برابره کړي. دواړو لورو په چین کې د افغان محصلینو پر ستونزو هم خبرې کړې دي. د لوړو زده کړو وزارت وایی، په دې کتنه کې د پوهنې په برخه کې د ګډې همکارۍ، په پاکستان کې د افغان محصلینو لپاره د ویزو، سکالرشیپونو، لیلیې او د محصلینو د تګ راتګ د اسانه کولو په اړه خبرې وشوې.








