د روغتیا نړیوال سازمان یا ‘ډبلیو ایچ او’ په افغانستان کې د ډینګي تبې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره د یو لړ اقداماتو خبر ورکوي. د افغانستان لپاره د دې سازمان څانګې پرون ویلي چې د ډینګي ناروغۍ د ښه مدیریت کولو په درې ورځنیو، دولسو روزنیزو کورسونو کې یې ۶۵ ښځینه روغتیاپالانې روزلي دي. ياد سازمان ویلي، د بارانونو له موسم سره د ډینګي پېښو د زیاتېدو امکان شته او له همدې امله دوی روغتيایي کارکوونکي روزي چې دغه ناروغي ښه مدیریت کړي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په دې وروستیو کې یې د کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار د اتلسو روغتونونو او ۲۵۰ روغتیایي مرکزونو ۳۰۰ ډاکټرانو، نرسانو او د لابراتوارونو کارکونکو ته روزنه ورکړې ده. ډینګي تبه هغه ناروغي ده چې له یو ډول غوماشې څخه انسان ته انتقالېږي او په روغتیا ناوړه تاثیر کوي.








