د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د پاکستان له سوداګرۍ وزیر سید نوید قمر سره د روسیې او اسلامي نړۍد ۱۴مې غونډې په څنډه کې لېدلي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر ټویټرپاڼه لیکل شوي چې، په دې لېدنه کې دواړو لورو د تعرفې، سوداګرۍ، ټرانزیټ، د سوداګریزو راکړو-ورکړو او د ګمرکونو د خدماتو ۲۴ ساعته کېدو په اړه خبرې کړې دي. د دې وزارت په خبره، د دې لېدنې پر مهال پر سیمهییز اتصال د ټینګار تر څنګ، له هند سمندر سره د روسیې د نښلولو او څرنګوالي په اړه هم خبرې شوې دي.








