د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت رامنځته کېدل د سیمې هېوادونو لپاره لومړیتوب دی. ضمیر کابلوف د روسیې ټاس خبري آژانس ته ویلي لوېدیځ هېوادونه غواړي چې د افغانستان سرپرست حکومت باید تر هرڅه وړاندې حقوقي مسایل په پام کې ونیسي. خو ا.ا د سرپرست حکومت جوړښت ټولګډونه ګڼي او وایي، چې د ښځو حقونه او د نظام د جوړښت څرنګوالی د افغانستان کورني مسایل دي. ضمیر کابلوف وایي، چې د افغانستان د پیسو کنګلتیا د لوېدیځ او د سیمې د هېوادونو ترمنځ اختلافي مسئله ده او مسکو غواړي چې د افغانستان شتمنۍ ازادې شي. کابلوف د خپلو خبرو په یوې برخه کې د دوحې غونډه چې د روانې زیږدیزې میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه وشوه، بې پایلې ګڼي او پر دې باور دی، چې په دغو خبرو کې د لوېدیځ تګلاره رغنده نه وه.








