د عامې روغتیا وزارت سبا د دوشنبې په ورځ په ۲۳ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د واکسین د فرعي کمپاین د پیل خبر ورکوي. دې وزارت ویلي چې، د دې کمپاین په ترڅ کې به له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا شپږ میلیونه ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکي ورکړل شي. یونېسف اعلان کړی چې په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د پولیو لومړنۍ پېښه یې په ننګرهار ولایت کې ثبت کړې. افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو د پېښې موارد په کې موندل کېږي.








