د ناروې د پناه غوښتنې شورا د یوه تازه راپور له مخې، افغانستان له ۲۰۱۳ د ۲۰۲۲ کال تر پایه د څه باندې څلور مېلیونه کورنيو بېځایه شویو کسانو سره په سویلي اسیا کې لومړی ځای درلود. د دغه راپور پر بنسټ، په ټوله نړۍ کې ۷۱٫۱ مېلیون کسان په خپلو هېوادونو کې د جګړو او طبیعي پېښو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي. بلخوا، یو شمېر نور بېځایه شوي له سرپرست حکومته او بهرنیو بنسټونو غواړي چې د دوی وضعیت ته پاملرنه وکړي. د دغه راپور یوه برخه ښيي چې یوازې په ۲۰۲۲ زېزدیز کال کې ۳۲ زره تنه د تاوتریخوالو او نښتو له امله او ۲۲ زره تنه نور د طبیعي افتونو له امله بېځایه شوي دي. خو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ګڼ کورني بېځایه شوي خپلو ولایتونو ته ستانه شوي دي. د دغه راپور له مخې، اوکراین په څه باندې شپږ مېلیونه کورنیو بېځایه شویو سره د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر داخلي بېځایه شوي لري.








