د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي چې دغه ولایت ته د بېلابېلو هېوادونو څخه نږدې ۱۵ بهرني سیلانیان ورغلي دي. د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني ویلي، چې تېره ورځ يې په دغه ولایت کې د بېلابېلو هېوادونو له راغلیو سیلانیانو سره لیدلي دي. سمنګاني زياته کړې، چې کندهار ته راغلي سېلانیان له بېلابېلو هېوادونو څخه دي، چې شمېر يې ۱۵ تنو ته رسېږي، دوی غواړي د کندهار تر څنګ د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه هم ليدنه وکړي.








