په کندهار ولایت کې د ترېشل جوړولو یوې فابریکې، چې نږدې دوه میلیونه ډالره پانګونه یې کړې ده، خپل کارونه پیل کړل. ددې کارخونې مسوولین وايي، چې هره ورځ اته دانې ترېشلونه جوړوي او د تولیداتو کیفیت یې د نورو هېوادونو تر ېشلونو ښه دی. د دوی په خبره، چې د ترېشلونو نرخونه یې هم د نورو هیوادونو په پرتله ټيټ دي.








