اقتصاد وزارت وايي، د چین، پاکستان یا سېپېک اقتصادي دهلېز کې د افغانستان ګډون د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره ډېر مهم دی. اقتصاد وزارت له چین او پاکستانه غواړي چې په بېخ بینايي پروژو په تېره بیا د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز په پروژه کې افغانستان ته هم ونډه ورکړي، د دغه وزارت مسلکي معین وايي، چې د اقتصادي ودې او سیمییز اتصال لپاره د چین او پاکستان له اقتصادي دهلېز سره د افغانستان وصلېدل مهم دي. بلخوا یو شمېر سوداګر پر دې باور دي، چې د افغانستان او چین تر منځ د راکړې ورکړې د زیاتېدو لپاره افغانستان باید له اقتصادي دهلېز سره وصل شي. د دوی په وینا سوداګر له دې لارې خپل د اړتیا وړ توکي صادرولی شي. د چین د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې چین او پاکستان غواړي د چین، پاکستان د اقتصادي دهلېز یا سېپېک په پروژه کې د افغانستان په شاملولو سره افغانستان ته پراختیايي مرستې زیاتې کړي.








