ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د شته ستونزو سربېره له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، خو د سرپرست حکومت بندیزونه د دوی فعالیتونه په جدي توګه کمزوري کوي. ملګرو ملتونو په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ دا هم ویلي، چې دوی د سرپرست حکومت له چارواکو سره خپلو تماسونو ته ادامه ورکوي تر څو د ملګرو ملتونو په ادارو کې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړي. سرپرست حکومت تېره میاشت د ملګرو ملتونو له ادارو څخه ښځینه افغان کارکوونکې له کاره منع کړې چې په ځواب کې یې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې د مې تر پنځمې به خپل دریځ روښانه کړي چې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي که یې بند کړي. ملګرو ملتونو په پروني بیان کې ویلي چې دوی د سرپرست حکومت پرېکړه یو ځل بیا غندي او د ياد سازمان په ادارو کې د ښځینهوو د کار ممانعت هم د نړیوالو قوانینو خلاف دی او هم د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دی.








