د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د کرونا وبا چې په تېرو دریو کلونو کې یې د میلیونونو انسانانو ژوند واخیست او اقتصادي کړکېچونه یې رامنځته کړل، نور یو بیړنی نړیوال روغتیایي وضعیت نه دی. د روغتیا د نړیوال سازمان رییس ډاکټر ادمانوم ګبریسوس ویلي چې دغې ناروغۍ په نړۍ کې د نږدې ۲۰ میلیونو انسانانو ژوند اخیستې دی. د کرونا د ناروغانو د مړینې دغه تازه شمېره له مخکنیو رسمي اټکل شویو شمېرو څخه درې برابره لوړه ده. په دې اړه د روغتیا نړیوال سازمان د فني څانګې مسوول، ماریا ون کرخوف وویل، په داسې حال کې چې د کرونا وبا له منځه تللې نه ده، یواځې پرېکړه وشوه چې په دې وبايي ناروغۍ پورې تړلې د نړیوال بیړني روغتیايي وضعیت پای ته رسيدل اعلان شي.








