د خوړو او درملو ملي ادارې له لوري په کندهار کې د خوراکي توکو د کیفیت معلومولو لابراتوار د ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په همدې مناستب جوړه شوې غونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، چې د زونونو په کچه د یاد لابراتوار پرانیستل یوه پیلامه ده، سرپرست حکومت اراده لري، چې په نورو زونونو کې هم د خوړو او درملو د کیفیت معلومولو لابراتوارونه جوړ کړي. ورته مهال د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست رئیس دوکتور عبدالباري عمر بيا وویل، چې د یاد لابراتوار پر جوړېدو تر ۲۵۰ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی، چې په دې سره به د بې کیفیته خوراکي توکو مخه ونیول شي.








