د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د دوحې غونډې ته په اشارې سره، ویلی، چې په دغه غونډه کې ګډونوالو هېوادونو، تر نورو مسایلو ډېر دې ته لومړیتوب ورکړ، چې لومړی باید د افغانانو تر منځ سیاسي خبرې پیل او شته ستونزې حل شي. نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه کې ټینګار کړی، چې دا غونډه د ملګرو ملتونو له خوا د رسمیت پېژندلو په موخه نه، بلکې د افغانستان په اړه د لارو چارو د بحث په موخه جوړه شوې وه.








