د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د پنبې حاصلات ډېر شوي دي. د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې په تېر کال کې ۷۲ زره ټنه پنبه راټوله شوې او ډېری بزګران د کوکنارو پرځای پنبه کري. دغه وزارت زیاتوي چې تر ټولو ډېره پنبه په تخار، کندوز، بغلان، سمنګانو، بلخ، جوزجان، کندهار، هلمند او یو شمېر نورو ولایتو کې کرل کېږي. کروندګر وايي ځکه یې د پنبې کرلو ته مخه کړې چې ډېر عاید لري. د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې په ۵۴ زره هکټاره ځمکه کې پنبه کرل شوې ده.








