د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له ځينو ځوانانو سره لیدلي دي. د حامد کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د ځوانانو پر وړاندې د شته ستونزو په هکله او همدارنګه د ښوونې او روزنې د اهمیت په هکله هم خبرې شوې دي. دوی زدهکړو ته لاسرسی او د علم زده کړه د هېواد د ځان بساینې یوازینۍ حل لار وبلله. هغوی همدارنګه ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستو او کار ته د ښځو د بېرته ستنېدو غوښتنه وکړه. حامد کرزي ښوونه او روزنه د ټولنې د پرمختګ بنسټ او د ټولو هېوادوالو بشري حق وباله او په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره یې پر ملي خبرو اترو ټينګار وکړ.








