په کابل کې د چین سفارت د مې له درېیمې د ویزو صادرول بیا پیلوي. د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د یادو ویزو غوښتونکي په انلاین ډول د یاد شوي سفارت په وېب پاڼه کې خپلې غوښتنې جمع کولی شي. چین او ډېرو نورو هېوادونو د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته، په کابل کې د خپلو سفارتونو له لارې د ویزو وېش درولی و. یو شمېر خلکو، په ځانګړي ډول سوداګرو د چین د ویزو په بیا پيل خوښي ښودلې ده.








