په کابل کې د اکسوس کتابپلورنځي لخوا د مطالعې د عاملو په موخه د کتاب د مینوالو لپاره ځانګړي تخفیفونه اعلان شوي وو او د مطالعې مینوالو ته یې یو شمېر کتابونه چې د (دوستۍ کړکۍ) کتاب هم پکې شامل و، په وړیا ډول هم ډالۍ کړل.

د اکسوس کتاب پلورنځي مسوولین د کتاب نړۍوالې ورځې په مناسبت وايي، چې د کتاب مینوالو ته د تخفیف د ځانګړو کارتونو د ورکولو څنګ یې نن ورځ خپلو ډېرو کتابونو کې تخفیفونه اعلان کړي وو.

د دوی په خبره، چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې یې له دې کار څخه موخه په ټولنه کې د مطالعې دود عامول او دغه راز له هغو کسانو سره مرسته کول دي، چې اقتصادي وضعیت یې کمزوری وي او نشي کولی، چې په لوړه بیه کتابونه را ونیسي.

یاده دې وي، چې د اپرېل ۲۳مه د کتاب د نړۍوالې ورځې سره برابره ده او هرکال د نړۍ په څه باندې ۱۰۰ هېوادونو کې نمانځل کېږي خو اکسوس کتاب پلورنځي دغه ورځ د اختر د رخصتیو له امله نن ونمانځله.








