د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت ترکیې او متحده عربي اماراتو ته د هوایي الوتنو ټکټونه ارزانه کړل. یاد شوي وزارت په یوه اعلامیه کې د یادو ټکټونو نوې بیې اعلان کړي، چې تر مخکینیو بیو د پام وړ کموالی پکې لیدل کیږي. سرپرست حکومت وایي، که کوم هوایي شرکت له مسافرو د ټکټونو زیاتې پیسې غواړي، دوی ته دې خبر ورکړل شي. په وروستیو کې د هوایي شرکتونو له لوري د ټکټونو له زیاتوالي شکایتونه کېدل.








