د افغانستان سرپرست حکومت، د ویانا غونډې په غبرګون کې وايي چې حکومت به د وېش په لور ولاړ نه شي. د سرپرست حکومت مرکزي ویاند وايي چې د مخکیني حکومت سیاسي مشران باید په افغانستان کې جګړې ته د لمن وهلو په فکر کې نه وي. ده ویلي، بیا جګړې، ګډوډۍ او د وېش په لور نه ځوو او هغه کسان چې په ویانا کې سره راټول شوي، له بده مرغه هغه کسان وو چې په افغانستان کې یې خپله ازموینه ورکړې ده او کړه یې هم خلکو ته روښانه دي. د سیاسي، رسنیزو، مدنې ټولنې څېرون او د پخواني حکومت چارواکو په ګډون د ویانا دویمه غونډه پرون «چهارشنبه» د اتریش په پلازمینه کې پای ته ورسېده.








