د کندز د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو تېر کال په دغه ولایت کې د وړم کال په پرتله د شاتو په تولید کې د ۳۷ سلنې زیاتوالي خبر ورکړی دی. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس وایي، چې په وړم ۱۴۰۰ لمریز کال کې په دغه ولایت کې ۳۷ زره ۵۰۰ کیلوګرامه شات تولید شوي وو، چې دغه شمېره په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې ۵۹ زره ۴۰۰ کیلوګرامه ته لوړه شوې، چې د وړم کال په پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دوی د عوایدو د زیاتوالي لامل د شاتو مچۍ فارم لروونکو ته تخنیکي لارښونې، د شاتو مچیو فارم لرونکو ته د مرستندویه موسسو په همکارۍ د مچیو ورکول او دغه راز د شاتو مچیو فارم لروونکو ټولنې رامنځته کول یاد کړل. د یادولو وړ ده، چې اوسمهال په دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارم لروونکو ۳ ټولنې او لسګونه فارمونه موجود دي.








