د ریاست الوزرا اداري مرستیال په افغانستان کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره لېدلي. په دغه لیدنه کې د ترکیې سفیر ویلي چې د هېواد سوداګر او پانګهوال یې په افغانستان کې د صنعت، سوداګرۍ، په تېره د کانونو را اېستلو برخو کې پانګونې ته تمایل لري. حنفي پهدې لېدنه کې زیاته کړې، په هیواد کې د هر ډول پانګونې زمینه برابره شوې ده او سرپرست حکومت د بهرنۍ پانګونې په ځانګړي ډول په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د ترکیې د سوداګرو او پانګهوالو ملاتړ کوي.








