د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت پر ميلیونونو کورنیو اغېز کړی دی. د دغې ادارې عمومي دفتر پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د کاري فرصتونو کموالی د کورنیو د پېرودلو قدرت کمزوری کوي او خلک نه شي کولي چې د خوړو په څېر ضروري شیان راونیسي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې په وینا، دغه کسان نور ملاتړ ته اړتیا لري. ملګرو ملتونو ویلي چې روان میلادي کال به په افغانستان کې ۲۸ میلیونه او درې سوه زره کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.








