د هرات د ښار جوړولو او ځمکې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې ۷۰ سلنه غصب شوې ځمکې تثبیت او یوه برخه یې له غاصبینو بېرته را ګرځول شوې ده. د دې ادارې په وینا، پر غصب شویو دولتي ځمکو د ښارګوټو او بڼونو جوړېدو له امله د ځمکو د بېرته را ګرځولو بهیر ټکنی شوی دی. د هرات اوسېدونکي د غاصبینو له لوري د غصب شویو ځمکو له بېرته راګرځول کېدو هرکلی کوي او له غاصبینو سره د جدي چلند غوښتنه کوي. د ځمکو غصب پر وړاندې د مبارزې مرکزي کمېسیون د شمېرو پر بنسټ، په هرات کې ۶۰۰زره جریبه ځمکه د زورواکو او غاصبینو له لورې غصب شوې دي. په ډېریو دغو ځمکو کې ښارګوټي، بڼونه او استوګنیز کورونه جوړ شوي دي.








