د ایران ولسمشر، د افغانستان د اوسنیو ستونزو حل لار د ټولګډونه حکومت جوړول ګڼي. ابراهیم رییسي د اسلامي هېوادونو د سفیرانو په یوه غونډه کې ویلي، چې دمګړۍ د افغانانو د برخلیک ټاکلو لپاره د دوی د ارادې د عملي کېدو وخت را رسېدلی دی. په دې غونډه کې ابراهیم رییسي په افغانستان کې د یوه داسي حکومت جوړېدل چې ټول قومونه او مذهبونه پکې ګډون ولري، مهم بولي. رییسي پر دې باور دی، چې په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور له جګړې او نا امنۍ پرته بله ګټه نه لرله او اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د خلکو د ارادې پر بنسټ د افغانانو برخلیک وټاکل شي.که څه هم چې د افغانستان سرپرست حکومت د ایران د ولسمشر د دغو څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د ټولګډونه حکومت جوړېدل د هېواد کورنۍ مسئله ګڼلې ده. تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په غونډه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی و.








