د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کوچني اختر په مناسبت په خپل اختریز پیغام کې د اختر په شپو او ورځو کې په ټول هېواد کې د سراسري امنیت ډاډ ورکړی دی. ددغه وزارت سرپرست له هېوادوالو غوښتي چې په هېواد کې د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو او پوليسو سره همکاري وکړي او له هوایي ډزو د پټاقیو په څېر له نورو مخشوشوونکو چارو لاس په سر شي. د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا وايي، هېوادوال باید د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره له پولیس سره همکاري وکړي. له دې سره سم، د سرپرست حکومت رهبرۍ په یوه غږیز پیغام کې د امنیتي بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه کړې چې، له خپلو صفوفو فاسد او زورواکي وباسي او هېچا ته د امنیت د ګډوډولو اجازه ورنهکړي.








