د ملګرو ملتونو سازمان پراختيايي پروګرام وايي چې په افغانستان کې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه کابو ۱۷ زره ښځې د ملګرو ملتونو سازمان له دفترونو سره کار کوي او د هغوی پر کار بندیز، افغانستان ته د مرستو د کموالي لامل شوی دی. د «افغانستان د ټولینز – اقتصادي تحولاتو تعقیب» په نوم د راپور پر بنسټ، افغانستان د نړۍ دویم تر ټولو بې وزله هېوواد دی، چې د هېوادوالو سرانه عاید یې په منځنۍ کچه په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې، ۲۸ سلنه کمښت موندلی دی. د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام د نړۍوالو د مرستو له امله د افغانستان د صادراتو ډېرېدو، پولي ثبات او د تورم راکمښت ته هیله ښودلې ده.








