د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، سږ کال به د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراخولو هڅې زیاتې کړي. د چارواکو په وینا په دغو هېوادونو کې ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان شامل دي، چې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراخولو ته لېواله دي. په دې وروستیو کې د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر کابل ته سفر کړی و او د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وايي، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د درې میلیارد ډالرو په لوړولو، د ترانسپورتي زیربناوو د جوړولو، د اورګاډي پټلۍ، سیمه ییز اتصال او د افغانستان په کاني زیرمو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي. د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اقتصادي اړیکې ټینګې کړي، د افغانستان او د سیمې د هېوادونو پر اقتصادي وضعیت به مثبت اغېز وکړي.








