د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په تیمورک سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او پنځه نور ټپيان دي. د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وايي، پېښه پرون تر غرمې وروسته په شاوخوا یوه نیمه بجه د چهاربولک ولسوالۍ تیمورک سیمه کې د سراچې او سوزکي ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوه. هغه وایي، په دې پېښه کې ۲ کسان مړه او ۵ نور ټپیان شوي. وزیري وایي، ټپیان د امنیه قومندانۍ شاهرا کنډک امنیتي کسانو له لوري د بلخ حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. د نوموړي په وینا پېښه د چلوونکو د بې احتیاطۍ او ترافیکي قوانینو د نه مراعتولو له امله رامنځته شوې ده. د امنیتي مسوولینو په وینا په دغه پېښه کې یو ماشوم د ټپیانو په ډله کې دی او پاتې ټول یې نارینه لویان دي.








