د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او سوداګرۍ وزیر سریک ژومانگارین او مل پلاوي سره په کابل کې لېدلي دي. یاد وزارت پر ټویټر لیکلي، دواړو لورو په دې لېدنه کې د اقتصادي او ترانزیټي اړیکو د پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو تر منځ درې مېلیارډ ډالرو ته د سوداګرۍ کچې لوړولو، د ترانسپورټي زېربناوو او اورګاډي پټلۍ د جوړولو په ګډون او د افغانستان په کاني زېرمو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي، عزیزي د سرپرست حکومت په استازیتوب د ترانزیټي اسانتیاوو رامنځته کولو، د ګډې خونې او مستقیم هوايي دهلیز د جوړولو او افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې په اړه خبرې کړي او کابل ته یې د قزاقستان د پلاوي له راتګه هرکلی کړی دی.








