په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د روان ۱۴۰۲ کال د حج فریضې په ادا کولو کې د لازمو اسانتیاوو رامنځ ته کولو او هغوی ته د اړینو خدماتو وړاندې کولو په موخه د هستوګنځي او په لومړي ځل د تغذیې (خوړو ) تړونونه ترسره شول. د افغان حاجيانو هستوګنځايونه د سرپرست حکومت د مشر د لارښوونو او سپارښتنو سره سم د نبوي حرم په مرکزي ساحه کې نیول شوي دي، چې په ټولو عصري اسانتیاوو سمبال دي او سږ کال به د حج په موسم کې د پخوانیو کلونو پر خلاف افغان حاجیان نبوي حرم ته څېرمه په جوړو شويو عمارو کې اوسېږي. همدارنګه سږ کال د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په نوښت او ابتکار په لومړي ځل په مدینه منوره کې هم د افغان حاجیانو لپاره د اعاشې تړون ترسره شوی دی. د یاد تړون له مخې به افغان حاجيانو ته په ډېر کم لګښت ۳ وخته خواړه په خپلو ځایونو کې رسېږي او د پخوا په څېر به لرې سیمو ته په ډوډۍ پسې د تګ له کبله د دوی وخت نه ضایع کېږي. یاد تړونونه له کابل څخه د اړوندو ارګانونو د ګډ لېږل شوي پلاوي په هلو ځلو د سیمې او د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو په پرتله په کم قیمت ترسره شوي دي.د یادولو وړ ده چې په مکه مکرمه کې هم د افغان حاجيانو لپاره د هستوګنځي، اعاشې او ترانسپورټ قراردادونه وروستۍ مرحلې ته نږدې شوي او په نږدې ورځو کې به د هېوادوالو له منافعو او مصالحو سره سم له ورستي کېدو سره لاسلیک شي.








