د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ د قطر، اماراتو او ترکیې هېوادونو په سفر روان شوی، چېرته چې به هغه له ځایي چارواکو او افغان مشرانو سره پر وروستیو حالاتو خبرې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا ځانګړي استازي د قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې په سفر روان شوی دی. سرچینې زیاته کړې چې هغه به د اپریل تر ۱۸مې پورې په یادو هېوادونو کې له ځایي چارواکو او هلته له میشتو افغانانو سره لیدنې کتنې وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې توماس ویسټ به په قطر، اماراتو او ترکیې کې له افغان مدني ټولنې مشرانو، افغان سوداګرو ، افغان سیاسي مشرانو، ژورنالیستانو، د بشري حقونو مدافعانو او فعالانو سره هم وګوري. د یادونې وړ ده چې ویسټ تر دې مخکې هم یادو هېوادونو ته سفرونه کړي او له افغانانو سره یې لیدلي وو.








