ننګرهار کې د وطني پيازو په رسېدو سره د پيازو په بیو کې تر ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی. سبزي پلورونکي د خوښۍ په څرګندولو سره وايي، چې وروستیو کې د هېواد په بازارونو کې د پيازو بيې په بې سارې ډول لوړې شوې وې. یو شمېر کروندګر بیا له سرپرست حکومت غواړي چې د وارېدېدونکو پيازو پر وړاندې تعرفې لوړې او د سړو خونو په جوړېدو سره په هر موسم کې د سبزیجاتو د بیو لوړېدو مخه ونیسي. پر همدې مهال د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د سړو خونو له جوړېدو پرته پر کورنیو حاصلاتو بسنه نشي کېدلی او دوی په دې برخه کې خپلې هڅې پيل کړي دي. د معلوماتو له مخې سږ کال د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې پر ۲۲۱۴ هکټاره ځمکه پياز کرل شوي چې زرګونه ټنه حاصلات به ورکړي.








