د سرپرست حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسوولین وایي د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د نړیوالو روغتیایي بنسټونو تر څنګ، د خلکو ملاتړ اړین دی. د روغتیایي مسوولینو په وینا، د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ترسترګو شوې، او د خلکو ملاتړ او همکاري کولی شي د تل لپاره د یادې ناروغۍ د له منځه وړلو سبب شي. په کابل کې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسوول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن وايي پولیو یوه معلولونکې ناروغي ده چې هیڅ راز درملنه نه لري، او د وقایې یوازینۍ لار یې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق دی. بل لوري ته، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره هم په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره هیله مندي ښودلې. په کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید وايي، که چیرې په روان میلادې کال کې د لوړ کیفیت لرونکي کمپاینونه ترسره شي، نو لیرې به نه وي چې د پولیو ناروغۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.








