د ډبرو سکرو د صادروونکو ټولنه وايي، پر سکرو د تعرفې د لوړېدو له امله پاکستان ته د ډبرو سکرو په صادراتو کې ۳۰ سلنه کمښت راغلی دی. د دغې ټولنې مسوول وايي، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د پاکستانۍ کلدارې د ارزښت له رالوېدو سره سم د افغانستان د ډبرو سکرو صادروونکو ډېر تاوان کړی دی. د ډبرو د سکرو صادروونکي وايي، چې پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو په برخه نږدې ۹۰ شرکتونه فعالیت لري. په ورته وخت کې د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د هېواد د کانونو پر استخراج په جدي توګه څارنه لري. د دغه وزارت سرپرست وايي، چې سرپرست حکومت د ډبرو د سکرو له کانونو نه د عوایدو په تر لاسه کولو کې د پام وړ پرمختګ لرلی دی.








